Home » اقتصادی » ننګرهار کې د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ننګرهار کې د اوبولګولو د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان دکرنې وزارت وایي، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د اوبولګولو د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د کرنې وزارت وایي، په دې اړه جوړه شوې غونډې ته حشمت الله غفوري وویل:” نن موږ د یوې لويې پروژې پرانیستنه کوو. پخوا به مو د کانال ریاست اړوند ۱۶۰۰هکټاره کرنیزه ځمکه د واټر پمپونو په واسطه اوبه کوله، چې له ډېرو ستونځو سره لاس او ګریوان و. کله به برېښنا نه وه او کله به هم واټرپمپونه خراب ول، خو ددې پروژې په عملي کولو سره اوس موږ کولای شو چې، څلور زره هکټاره یا ۲۰ زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا په مټ خړوبه کړو.”

رویداد خبري آژانس

هغه زیاته کړه:” دلته درې زره او ۶۱۸ لمریزې تختې لګول شوې دي، چې ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي. له تخنیکي پلوه ددې برېښنا په واسطه اوبه د کانال له سیمې نه ۶۳ متره پورته سیمو ته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په پار پورته کوي، چې له دې سره د کانال د شرکت تولیدات دوه برابره زیاتېږي او له دوه زره زیاتو بزګرانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.”

په همدې حال کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، چې دا یوه ستره پروژه ده او د ننګرهار ولسونو لپاره حیاتي ارزښت لري.

امرخېل وویل، چې ددې پروژې له لارې د دغه ولایت بزګرانو ته د کار زمینه برابرېږي او همدارنګه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.

نوموړي زیاته کړه:” اوس مو له ولسونو څخه هیله داده، چې ددې سترې ملي پروژې د ساتلو په برخه کې له خپل حکومت سره اوږه په اوږه همکاري وکړي او ددې ستري ملي پروژې ساتنه دې وکړي.”

رویداد خبري آژانس

ضیاءالحق امرخېل ددې پروژې د تمویل په پار له آسیايې پراختیايې بانک څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ننګرهار کې د داسې سترو پروژو د پلي کېدو وړتیا شتون لري.

د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې چارواکي وایي، چې د دې پروژې له لاري شا وخوا څلور زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي. د دوی په خبره یاده پروژه اړوند ۱۶۰۰ هکټاره ځمکه تر کرنې لاندي وه او پاتې دوه زره او ۴۰۰ هکټاره ځمکې ته اوبه نه رسېدل، خو د یادې پروژې په پلي کولو سره به د اړوندو فارمونو ټوله ځمکه، چې څلور زره هکټاره کېږي، د کرکېلي وړ وګرځي او د کال په څلورو فصلونو کې به په کافي اندازه اوبه ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...