Home » اقتصادی » ننګرهار کې د برېښنا د تولید پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې د برېښنا د تولید پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شیمل سیمه کې د ۳۴۰ کیلو واټه برېښنا د تولید یوه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار رسنیو له دفتره پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغې پروژې چې د جنوبي کوریا په مرسته څلور میلیونه او څلور لکه ډالره لګښت پرې شوی، له برېښنا به یې دوه زره کورنۍ ګټه پورته کوي

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل چې د دغې پروژې د پرانېستلو لپاره دره نور ولسوالۍ ته تللی و وایي، پر دوه زره کورنیو سربېره به ۲۱ جوماتونو، اوو ښوونځیو، دوو روغتیایي کلینکونو او شلو فابریکو ته هم د دې پروژې برېښنا ورسېږي.

دغه پروژه چې دوه سوه کیلو واټه برېښنا یې د لمر له وړانګو او ۱۴۰ کیلو واټه یې له اوبو تولیدیږي، په درې کلونو کې بشپړه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...