نن سه شنبه د وږي په ۴ مه ( د اګست ۲۵) جلال آباد ښار کې ملي امنیت د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیوله .
د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي ملي امنيت له لوري د جلال اباد ښار اوومې ناحيې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو څلور کسيزه ډله د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيول شوه.
خوګیاڼی وايي په نيول شويو کسانو کې شمشير، سردارخان، قياس خان د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ اوسيدونکي او سراج د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکى شامل دي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی.