Home » افغانستان » ناپېژندو وسله والو د ننګرهار استېناف محکمې یوه کارکوونکي وژلی
رویداد خبري آژانس

ناپېژندو وسله والو د ننګرهار استېناف محکمې یوه کارکوونکي وژلی

د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې پر اداري کارکونکو وسله وال برید کې یوه تن وژل شوی او یوه بل ټپي شوی دی.

دغه پېښه نن سهار (چهارشنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) شوې چې په ترڅ کې یې عبدالقیوم په نامه یوه تن ژوند بایللی او د عصمت الله په نامه د یادې محکمې بل کارکوونکی ټپي شوی دی.

د چارواکو په خبره پېښه د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند دمالوچې کوڅې ته څېرمه د شاهين ښوونيز مرکز سره شوې ده.

د مالوماتو له مخې پېښه په داسې حال کې شوې چې د استیناف محکمې دغه کارکوونکي د دندې پر لور روان وو.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...