ناټو یوځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټيکورو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
اتمر هم په دې لیدنه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستي ملاتړ مننه کړې ده او د ناټو غړي هېوادونه یې د افغانستان نږدې ملګري بللي دي.
سټیفانو بیا ویلي چې دوی د سولې په برخه کې همکار دي خو تر څنګ یې د افغان پوځ ملاتړ او له دوی سره همکاریو ته هم ژمن دي.