Home » افغانستان » ناټو د سولې مذاکراتو د بریا لپاره د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

ناټو د سولې مذاکراتو د بریا لپاره د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې د روانو مذاکرو د بریا لپاره د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې.

سټیفانو پونتيکوروو پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۱ (مرغومي ۲۲) ناوخته په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له رئیس فضل محمود فضلي سره په خبرو کې دا غوښتنه مطرح کړه.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې د پونتيکوروو له قوله لیکلي، چې په دې خبرو کې په دوحه کې سولې پر روانو مذاکرو د افغانستان د سولې له پروسې د ناټو د ملاتړ پر دوام هم خبرې وشوې.

دغه راز ناټو پر ټویتر په یوه بیان کې ویلي دي، چې د ناټو ملکي استازي د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په پرونۍ کتنه کې په ټول افغانستان کې د تشدد د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د دولت هیئت تېره سې شنبه قطر ته ورسېد، چې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره د مذاکرو بله مرحله مخ ته یوسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...