Home » افغانستان » ناروې په افغانستان کې د سراسري اوربند غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

ناروې په افغانستان کې د سراسري اوربند غوښتنه کړې

د ناروې لومړۍ وزیرې ایرنا سولبرګ له ولسمشر غني سره پرون جمعې په ورځ جنورۍ۲۲ ( سلواغه۳) ماښام مهال په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د سراسري اوربند غوښتنه یې کړې ده.


له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.


دغه راز د ناروې لومړۍ وزیرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړو لوریو یې د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

اغلې سولبرګ د اوربند ټینګېدو تر څنګ د سولې په مذاکراتو کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...