دافغانستان د ملي امنیت د ٠٣ قطعې ځانګړو ځواکونو مسوولین وایي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې یې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اړوند د سنګیسار په سیمه کې عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې یې ٢٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادو ځواکونو لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغو عملیاتو پر مهال د طالبانو دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ تنه نور ټپیان دي.
د اعلامیې له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې د یو مسجد په ګډون هغه یوولس کورونه چې وسله والو طالبانو په ماینونو پوښلي وو کشف او شنډ کړي دي.
د دوی په وینا، د وسله والو طالبانو یو میل پیکا او راکیټ هم په سیمه کې د افغان ځانګړو ځوکونو لاسته ورغلي دي.
اعلامیه کې زیاتوي، چې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو چاڼیز عملیات په ډېر شدت سره دوام لري.