Home » افغانستان » ملا برادر له جواد ظریف سره لیدلي دي
رویداد خبري آژانس

ملا برادر له جواد ظریف سره لیدلي دي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په ایران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي.

د هغه په خبره، دغه ناسته چې په ښه فضا کې ترسره شوه دواړو لوریو پر سوله او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

نعیم زیاته کړې، دغه راز په دغه لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، بین الافغاني مذاکراتو، د دوحې هوکړې پر پوره عملي کېدو، سیمه او افغانستان کې د سولې پر اړتیا مهم بحثونه شوي دي.

د یادونې ده چې په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران او د عباس ستانکزي په مشرۍ یو بل پلاوی بیا د مسکو په سفر وتلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...