قطر کې د بین الافغاني خبرو په دویم پړاو درې اونۍ اوړي، خو تر دا مهاله پکې هېڅ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي وايي، پوهیږي چې د مذاکراتو ځنډ له افغانانو قرباني اخلي خو په وینا یې دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی، مقابل لوري ته یې خپل وړاندیزونه سپارلي او د ځواب په تمه دي.
خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي، چې مقابل لوري یې تر دا مهاله د اجنډا لپاره خپل موضوعات نه دي ور سپارلي.
شنونکي وايي، چې د سولې مذاکراتو له پڅ بهیر ښکاري چې دواړه لوري د سولې په اړه د امریکا د نوي حکومت دریځ ته په تمه دي او له همدې امله دغه بهیر ورو روان دی.
بلخوا ولسمشر غني وايي، سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري او که طالبان غواړي په افغانستان کې وي، دوه ګونی تابعیت نه لرل يې شرط دی.
نوموړی د لنډ مهال حکومت پر طرحه هم د نیوکې تر څنګ وايي، که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به د واک لېږد لپاره حاضر شي.
افغان ولسمشر دغه راز ویلي چې اوس هم د کابل او اسلام آباد تر منځ باور کمزوری دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ د سرچینو تعریف نه دی شوی.
د هغه په خبره، اسلام آباد په ډېرو برخو کې افغانستان ته اړ دی.
ولسمشر غني ویلي، د پاکستان له لومړي وزیر يې غوښتي، چې طالبانو ته ښکاره ووایي، چې له سیاسي حللارې پرته بله لار نشته.