په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان پر ډېری برخه خاوره د کنټرول دعوه کوي او په دې وروستیو کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړل چې د افغانستان پر ډېره برخه خاوره طالبان کنټرول لري.
خو په عین حال کې د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل ویلي چې افغان ځواکونه د افغانستان په ۹۰ سلنه خاوره کنټرول لري او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
شاه محمود میاخیل چې نن سې شنبه (د کب ۵مه نېټه) ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې د خبرو پر مهال دغه راز ویلي، چې د سولې په خبرو کې به په امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ راز معامله و نه شي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونه د تجهیز په برخه کې هېڅ ستونزه نه شته او په وینا یې ۹۷ سلنه نظامي عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي.
میاخیل زیاته کړې، د طالبانو د زندانیانو خلاصون سره تمه دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی را ټیټ کړي، خو له بده مرغه داسې ونه شول.