Home » افغانستان » مایک پمپیو دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له مذاکره کوونکو سره جلا-جلا وکتل
رویداد خبري آژانس

مایک پمپیو دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له مذاکره کوونکو سره جلا-جلا وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مایک پومپیو په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ډلو له غړو سره جلا- جلا وکتل.

مایک پومپیو د افغان دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره تر کتنې وروسته وویل: “ډېر لېوال یم، د یوې بریالۍ نتیجې د احتمال ترلاسه کولو لپاره ستاسو نظر واورم.”

د دولت د مذاکره کوونکي هیئت له غړو سره په کتنه کې مایک پومپیو دغه راز ویلي، د امریکا متحد ایالتونه به څومره چې کولای شي، د سولې په خبرو کې همکاري وکړي.

د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یوې غړې فوزیې کوفي ویلي، دوی په دې کتنه په افغانستان کې د اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ.

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره په کتنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې پر اهمیت، له تور لېسته د طالبانو د نومونو د لېرې کېدو او د نورو بندیانو پر خوشې کېدو خبرې وشوې.

رویداد خبري آژانس

پومپیو چې د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د اروپا او منځني ختیځ د ۷ هېوادونو په سفر وتلی، پرون تر دې مخکې د قطر له امیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.

د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمپر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي، چې لا هم د اصلي مذاکرو پر کړنلار بحثونه روان دي.

په پرونۍ کتنه کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حاضر و.

مایک پومپیو تېر ځل په سېپټمبر میاشت کې په قطر کې د طالبانو له غړو سره کتلي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...