Home » افغانستان » مایکل: جو بایډن باید له افغانستانه ټول پوځیان ونه‌باسي
رویداد خبري آژانس
د امریکا کانګرس یو مخکښ جمهوري‌پال غړی مایکل مککاول

مایکل: جو بایډن باید له افغانستانه ټول پوځیان ونه‌باسي

د امریکا کانګرس یو مخکښ جمهوري‌ پال غړی مایکل مککاول وایي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره باید له افغانستانه ټول پوځیان ونه‌باسي.

مککاول چې په استازو جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مخکښ غړی دی، پرون یکشنبه له امریکایي سي اېن اېن ټلوېزیون سره په خبرو کې د هغې ارزونې د موندنو ملاتړ وکړ چې د کانګرس له‌خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دې وروستیو کې ترسره کړې ده.

دغې ډلې چې مشري یې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز متقاعد جنرال جوزف ډنفورد کوي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته سپارښتنه کړې چې له افغانستانه دې تر مې میاشتې د امریکایي ځواکونو د وتلو ضرب‌الاجل چې له طالبانو سره د امریکا د تېر کال په شوي تړون کې یې یادونه شوې، تمدید کړي.

ښاغلي مککاول زیاته کړه، دی به هم د بایډن له نوې ادارې سره ګډ کار وکړي چې په افغانستان کې د پام وړ ځواکونه پرېږدي ترڅو د افغانستان او هم زموږ د هېواد د ملي امنیت ګټې خوندي شي.

د بایډن اداره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو چې په اوس وخت کې یې شمېر دوه‌نیم زرو ته رسېږي، د وتلو او هم له طالبانو سره پر شوي تړون له سره کتنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...