د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې د یو لړ شپني عملیاتو په ترڅ کې ۲۹ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو پرون د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۵ ( مرغومي ۲۶) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دې ځواکونو د یو لړ نورو عملیاتو په ترڅ کې په تیرو دوه ورځو کې د طالبانو درې لوې پوستې او څو پټنځایونه د پنځه زیرزمیني لارو په شمول له منځه وړي دي.
دغه راز د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۵۳ کړۍ بیلابیل ماینونه د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي او له دې امله دواړه خواو ته مرګ ژوبلې اوړي.
خو وسلهوالو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.