دلغمان کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت ۳۰۰ بزګرو سره دغنمو اصلاح شوي تخم، سرې او ۲۵۰ کورنیو سره د باغچو وسایلو او د سبزیجاتو د تخمونو وېش ترسره شوو.
دلغمان ولایت دکرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال د معلوماتو له مخې پرون سې شنبې د لړم ۶ (اکټوبر ۲۷) یې ددې ولایت ۳۰۰ بزګرو سره د خوراک نړیوال پروګرام په مالي د کرنې ریاست په تخنیکي او فني همکارۍ د اکتيد موسیسې له لارې د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې وېش ترسره کړ.

نوموړی وایې په دغې توضیع کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه دغنمو اصلاح شوی تخم، ۱۰۰ کیلو یوریا سره، ۵۰ کیلو توره سره شامله وه.
خوشحال وایې دغه راز یې له ۲۵۰ کورنیو سره دکورنیو باغچو په موخه د کرکیلې وسایل او د سبزیجاتو ځینې اصلاح شوي تخمونه هم په وړیا ډول مرسته ترسره کړه.

د کرنې رئیس وایې دیادو توکو د ویش څخه یې مموخه په لغمان کې دبزګرانو په ځان بسیا کیدو او د کورني اقتصاد پیاوړتیا ده.