Home » سپورټ » فوټبال؛ د رونالډو او میسي لوبډلې له چمپېنزلیګ سیالیو څخه بهر شوې
رویداد خبري آژانس

فوټبال؛ د رونالډو او میسي لوبډلې له چمپېنزلیګ سیالیو څخه بهر شوې

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ (چمپېنزلیګ) د دویم پړاو په سیالیو کې د نړۍ د نامتو لوبغاړو کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي لوبډلو د سیالیو لوبډلو څخه ماته وخوړه او ویې نشو کړای بل پړاو ته لاره پیداکړي.

یوونټوس لوبډله

د کریسټیانو رونالډو په شتون کې یوونټوس لوبډلې د تګ او راتګ پړاو په سیالیو کې د پورتو لوبډلې څخه درې ګولونه پر دوه ماته وخوړه او له سیالیو ووته.

په دې سره پورتو لوبډلې د چمپېنزلیګ سیالیو درېیم پړاو یا کواټر پاینل سیالیو ته لاره وموندله.

بارسلونا لوبډله

بارسلونا لوبډلې د لیونل میسي په شتون کې د راتګ پړاو لوبه څو ورځې وړاندې د پي ایس جي لوبډلې سره ترسره کړې وه، چې څلور ګولونه پر یو یې د پي ایس جې لوبډلې څخه ماته خوړلې وه.

پرون شپه بارسلونا یوځلې بیا د تګ په پړاو لوبه کې د پي ایس جي لوبډلې سره ولوبېده، چې لوبه یو ـ یو مساوي شوه او په مجموعي پي ایس جي پنځه ګولونه پر دوه بارسلونا ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یې لاره پيداکړه.

بارسلونا د یوونټوس ترڅنګ ونه توانېده، چې کواټر پاینل سیالیو ته لاره پیداکړي.

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ لومړی د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په ګروپي توګه، بیا د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د تګ او راتګ په ډول، بیا د ۸ لوبډلو ترمنځ د تګ او راتګ په ډول، بیا د څلورو لوبډلو ترمنځ د تګ او راتګ په ډول او له هغه وروسته پایلوبه دوې لوبډلې ترسره کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...