د پاکستان صدارعظم عمران خان د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د لیک په ځواب کې لکیلي دي چې اسلام اباد د نوي ډهلي سره د سوله ییزو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی.
نرندرا مودي د مارچ په ۲۳د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت عمران خان ته یو لیک استولی و او په کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګولو غوښتنه کړې وه.
ددغو لیکونو نسخې په رسمي بڼه ندي خپرې شوي، خو مقاماتو د هغې محتوا له رسنیو سره شریکه کړې ده.
عمران خان په خپل لیک کې لیکلي:” د پاکستان خلک د هند په ګډون د ټولو ګاونډیانو سره د سوله ییزو اړیکو او همکاریو غوښتونکی دی.”
د پاکستان ډان ورځپاڼې چې د مودي د لیک محتوا یې رپوټ کړې وه، د لیک په اساس لیکلي:” هند د پاکستان د خلکو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او ددې لپاره د د ترور او کینې پرته فضا رامنځ ته کیدل اړین دي.”
هند او پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې درې ځلې جګړه کړې او ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې تل کړکیچنې وې.