علي خان لومړنی امریکایی لوبغاړی دی چې د کولکته نایټ رایډر له لوري یې د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو (ای پي ایل) کې برخه اخیستې.
دی د امریکا کرېکټ او په هغه کې د خپل رول په هکله وايي: ”راشد خان د افغانستان لپاره څه وکړل، زه کولای شم په امریکا کې یې د کرېکټ لپاره وکړم. ”
۲۹ کلن خان چې په (یارکر مشین) هم شهرت لري، له دې مخکې په کرېبین غوره لیګ کې د ټرینباګو نایټ رایډرز له لوري لوبېدلی دی.
نوموړي د کرېبین غوره لیګ تېرو دریو پړاونو کې لوبه کړې او سږ کال یې د اووه اعشاریه ۴۳ په کچه په اتو لوبو کې اته وېکټې ترلاسه کړې دي.
علی خان د پاکستان په اټک سیمه کې زېږېدلی او هغه مهال له کورنۍ سره امریکا ته ولېږدېد، چې ۱۹ کلن و.
په اعلی درجه کرېکټ سیالیو کې برخه اخیستل هغه مهال د خان لپاره د خوب تر لیدو کم نه و.
دی وايي: ”ټېپ بال کرېکټ به مې کاوه، هېڅکله مې فکر نه و کړی، چې مسلکي کرېکټ لوبغاړی به شم. ”
هېڅوک له دې انکار نه شي کولای، چې د ټي – ۲۰ لپاره په نړۍ کې لومړی مقام لرونکي راشد خان د افغانستان کرېکټ د نړۍ پر نقشه راڅرګند کړ.
اوس چې د امریکا خان غواړي د خپل همنومي پر پله پل کېږدي، نو تر هدفه پورې مزل هم ورته معلوم دی او په دې یون کې د خپل رول پر اهمیت هم پوهېږي.
دی چې اوس ټپي دی وايي: ”له امریکا د راغلي لوبغاړي په توګه به د ډېرو سترګې ما ته وي، خو دا به پر ځان د فشار په توګه نه اخلم، بلکې د ځان لپاره به یې فرصت وبولم. دغه راز به خلکو ته ثابته کړم، چې امریکا کې هم وړتیا شته. ”
په داسې حال کې چې افغانستان او ایرلنډ په ۲۰۱۷ کال کې د ټیسټ لوبو حیثیت ترلاسه کړ، امریکا ته لا هم اوږد مزل پاتې دی، چې اعلی درجه کرېکټ ته لار ومومي.
خو خان هیله من دی او په وینا یې په امریکا کې د کرېکټ لوبې لپاره اسانتیاوې، فرصتونه او ورسره وړتیا په ډېرېدو دي.

د لاس اینجلس او نیویارک سیمو په ګډون د ځینې کورنیو کرېکټ ډلو تر منځ راتلونکی کال د ټي – ۲۰ سیالیو یو پروګرام شته، چې په ۲۰۲۲ کې به بیا د (پراخو سیالیو) بڼه غوره کړي.
خان هیله من دی، چې د انګلستان لوبغاړي این مورګن په ګډون به د کولکته نایټ رایډر ځینې همکاران هم په دې سیالیو کې ور سره وي.
یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا خان به کومه سیالۍ کې د این مورګن مقابل کې هم لوبه وکړي؟
نوموړی وايي: ”هیله من یم چې داسې وشي، خو موږ د نړیوال جام لپاره لار موندلو ته سترګې پر لار یو. د دې لپاره باید موږ د نړیوال کرېکټ دویم ډویژن کې ولوبېږو، چې مخکې لاړ شو. دا اسان کار نه دی. افغانستان هلته ورسېد او پر هماغه لار یې پیل کړی و، چې موږ پرې اوس روان یو. هیله من یم چې زه به دې لړ کې مرسته وکولای شم. ”