Home » سیمه او نړی » عراق: نور په خپلو چارو کې امریکا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو
رویداد خبري آژانس

عراق: نور په خپلو چارو کې امریکا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

د عراقي پارلمان غړی وایي، چې نور په خپلو چارو کې امریکا ته د لاسوهنې اجازه ورنه ورکوي.

د عراقي پارلمان د امنیت او دفاع کمیسیون غړي ټینګار کړی دی چې د خپل هېواد ملي حاکمیت یې سره کرښه ده او له دې وروسته به امریکا ته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

تقی امرلي ویلي، امریکا هڅه کوي په بېلو پلمو په دغه هېواد کې د خپلو پوځیانو حضور ته لار اواره کړي او دغه راز له کلونو راهیسې د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.

هغه ویلي، د پارلمان غړي به له دې وروسته د امریکا د لاسوهنو په اړه روښانه دریځ ولري او هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې د امریکا د لاسوهنو له امله د عراق ملي امنیت له ګواښ سره مخ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...