ولسمشرمحمد اشرف غني نن یکشنبه د اکټوبر ۴ (تلې ۱۳) له غرمې مخکې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کتلي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر سره پاکستان ته د هغه د وروستي سفر په تړاو خبري وکړې.
اعلامیه لیکي، عبدالله عبدالله ولسمشر ته پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل او دواړو د سولې پروسې په راتلونکو اقداماتو بحث وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د تېرې دوشنبې په ورځ پاکستان ته په درې ورځني سفر لاړ او هلته یې د دغه هیواد له چارواکو سره د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو همکاریو او دغه راز د افغان سولې په روان بهیر خبرې اترې وکړې.