Home » افغانستان » عبدالله عبدالله نوي ډهلي ته ورسېد
رویداد خبري آژانس

عبدالله عبدالله نوي ډهلي ته ورسېد

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د هند پلازمېنه نوي ډهلي ته ورس‌ېد.

د رسنیو د راپورونو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د هند له لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا دفتر بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ډاکټر عبدالله د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په لړ کې نوي ډهلي ته ځي او هڅه کوي په دې پروسه کې د هند همکارۍ لا ډېرې کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې هند د افغانستان تاریخي ملګری دی، په بېلو برخو کې یې مرستې کړې دي او اوس ددې اړتیا ده چې د افغانستان د سولې په مسئله کې هم فعال رول ولوبوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...