Home » افغانستان » عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه ناسمه پرېکړه بولي
رویداد خبري آژانس

عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه ناسمه پرېکړه بولي

دافغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله جوماتونو ته له لومړۍ تر درېیم ټولګیو پورې لېږد طرحه کاملآ ناسمه بولي.

عبدالله عبدالله چې نن سې شنبې د ډیسمبر اتمه ( لیندۍ ۱۸) د افغان سولې بهیر په تړاو یوې غونډه کې خبرې کولې وویل چې د دغې طرحې او د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت لغو کېدو په تړاو یې له رسنیو اورېدلي دي.

د عبدالله په خبره د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د دې پر ځای چې په ریاست بدل شوی وی، باید چې تقویت شوی وی.

هغه زیاته کړه:” د دغه هېواد د یوه وګړي په توګه، پوهېږم چې کاملآ یوه ناسمه پرېکړه ده، له اساسه ناسمه ده په لسګونو دلایلو سره. موږ کله توانېدلي یوو چې خپلو مدارسو سره هغه مرسته وکړو چې یوې ښې کچې ته ورسیږي.”

وروسته له دې چې جوماتونو ته له لومړي تر درېیم ټولګې پورې د زده کړو بهیر لیږد طرحه د پوهنې وزارت وړاندې کړه او له غبرګونونو سره مخامخ شوه، یاد وزارت وویل چې دا طرحه به هغو سیمو کې عملي کوي چې ماشومان ښوونځیو ته لاس رسی نلري.

د پوهنې وزارت یو سلاکار وايي چې د طرحې پر جزییاتو باندې یوازې د پوهنې وزارت سرپرسته او هغې ته نېږدې کسان پوهیږي.

له دې سره د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي ټینګار سره وايي چې ارګ له دې مسلې خبر دی او د پوهنې وزارت د یاد پلان په اړه ناسم پوهاوی شوی دی.

هغه وویل:”هغوی کوم پروګرام چې تر لاس لاندې لري یوازې د درسي نظام د پیاوړتیا لپاره دی.”

نوموړي خبرپاڼه چې په جوماتونو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د زده کوونکو د زده کړو په تړاو د شنبې پر ورځ د پوهنې وزارت پر فېسبوک پاڼه خپره شوه؛ د دوشنبې پر ورځ اېډېټ شوې ده.

د خبرپاڼې په سمه شوې بڼه کې ټینګار شوی دی چې د پوهنې وزارت دا طرحه به په هغو سیمو کې چې ښوونځي ته لاسرسي ونه لري، عملي شي.

په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې د ټولنیزو شبکو کارونکو د پوهنې وزارت د دې خبرپاڼې او هغه څه پر وړاندې چې په خپله د پوهنې وزارت سرپرستې په دې تړاو پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي، غبرګونونه ښودلې دي.

ځينې سرچینې وایي چې د پوهنې وزارت ډېری کارکوونکي له دغه راز پلانه خبر نه وو او پر دې حک حیران شوي دي چې دا هر څه یې د رنګینې حمیدي پر ټويټر پاڼه او د پوهنې وزارت پر فېسبوک پاڼه لیدلي دي.

د دغه وزارت رسمي لیدلوري هم په دې تړاو د بې خبرۍ ښودنه کوي.

په هېواد کې د  ښوونځیو د زده کوونکو شمېر څه باندې نهه مېلیونو تنو ته رسېږي. له دې منځه څه باندې درې مېلیونه یې نجونې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...