Home » افغانستان » عبدالله: امریکا په افغانستان کې د سیاسي مشارکت رامنځته کېدل غواړي
رویداد خبري آژانس
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

عبدالله: امریکا په افغانستان کې د سیاسي مشارکت رامنځته کېدل غواړي

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر وايي امریکا د افغانستان د قضیې د ښکېلو لوریو سره په مشوره او روان وضعیت ته په پام هغه نظریات له افغان دولت سره شریک کړي چې، پر اساس یې باید یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا په دې باور ده چې افغانستان کې د دایمي ثبات رامنځته کېدو او شفافو ټاکنو ترسره کېدو پورې وخت ته اړتیا ده نو باید له اوسنۍ مرحلې څخه د تلو لپاره یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

عبدالله وايي د ملي روغې جوړې عالي شورا چمتو ده چې سولې ته د رسېدو لپاره پر هغه طرحه بحث وکړي چې افغانان سولې ته رسولی شي.

عبدالله عبدالله د مسکو ناستې له اعلامیې هرکلی کوي او وايي په دغه اعلامیه کې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې په پام کې نیول شوي او د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...