د کونړ ولايت د غازي اباد ـ ناړۍ او د نورستان او کامدیش ولسوالیو د غازي اباد جلاله او تارناو سیمې سره عمومي لار تېره شپه د طالبانو لخوا بنده کړې وه.
ځاي اوسېدونکو په وینا دې ولسوالیو کې له ۱۲ ټولګیو فارغ زده کوونکي چې مرکز اسداباد ته د کانکور ازمویني په موخه راځي لار يې پر مخ تړل شوې ده.
په ورته وخت کې بیا د کونړ امنيه قومندان وياند فريد دهقان وايي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د لسو يا پنځلسو دقيقو لپاره د طالبانو له خوا لاره تړل شوې وه خو اوس لاره په بشپړه توګه خلاصه ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس