Home » دسته‌بندی نشده » ضمیر کابلوف او باجوه پر افغان سولې خبرې کړې دي
رویداد خبري آژانس
د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جاوېد قمر باجوه،او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

ضمیر کابلوف او باجوه پر افغان سولې خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه)د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جاوید قمر باجوه او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې کتلي.

د پاکستان د پوځ او د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شوېو بیانونو له مخې، د افغانستان سوله د دوی د خبرو مهمه برخه وه.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قبولوف هغه ادعا رد کړې چې په افغانستان کې یې د ایتلافي انتقالي دولت د جوړېدو وړاندیز کړی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره سې شنبې له سپوټنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانستان په لومړي ګام کې یوه ایتلافي دولت ته چې د دواړو لورو د کنټرول توان او ځواک ولري اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره ورځ خپور شو، د کابلوف دې او نورو څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې د نوموړي ویناوې د افغانستان له واقعیتونو سره سمون نه لري او ځینو برخو کې د روسیې د دولت له رسمي دریځ سره هم په تناقض کې دي.

په بیان کې طالبانو ته د اشارې په ترڅ کې همدا راز راغلي، قبولوف د هغې ډلې د ځواک په اړه مبالغه کړې چې په روسیه کې هم ممنوع اعلان شوې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...