د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، هغه وسيله بريالۍ ده چې د وسلهوالو طالبانو د بزبزک وسلې د دفعې لپاره د امنيتي ځواکونو پوستو ته لېږل شوې ده.
صالح چې تازه يې د څو اوونيو لپاره د کابل ولايت د امنيت مسووليت پر غاړه اخيستی پر خپله فېس بوک پاڼه په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دغه وسيله يې د امنيتي ځواکونو ټولو مرکزونو او پوستو ته لېږلې ده.
نوموړي ويلي:نن دا وسیله زمونږ ټولو وسله والو ځواکونو ته ورپیژندل کیږي او د امنیت شورا لخوا د وېډیو کانفرانس له لارې ورته تشریح کیږي.
بزبزک اصطلاح د وسلهوالو طالبانو هغه لايزري وسلې ته کارول کېږي چې له څه مودې راهيسې يې دغه ډله د افغان ځواکونو پر وړاندې کاروي.
صالح تر دې وړاندې ويلي و، له هغه وروسته چې طالبانو د بزبزک وسله ترلاسه کړې، يو شمېر افغان امنيتي سرتېري يې د دې وسلې پر مټ وژلي او ټپيان کړي دي.