Home » افغانستان » سیګار:د کابل هوایي ډګر له VIP لارې بهر ته د نغدو پیسو قاچاق روان دی
رویداد خبري آژانس

سیګار:د کابل هوایي ډګر له VIP لارې بهر ته د نغدو پیسو قاچاق روان دی

د امريکا د ځانګړې پلټونکي يا سيګار ادارې ویلي چې،د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي.

د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار ادارې پخپل تازه راپور کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه په VIP پروازونو کې د نغدو پيسو د لېږد په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو په استعمال ټينګار کړی چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم ویلي وو چې د بې نښانه الوتکو په وسيله د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر نغدې پيسې او قيمتي توکي له هيواد څخه بهر لېږدول کيږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...