د افغانستان کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزات په یوه اعلامیه کې نن شنبه ( ۲۴ د لړم) وویل چې د وروستي یو کال په ترڅ کې په ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.
یاد وزارت په اعلامیه کې ویلي چې دغه بڼونه چې ۲۲ جریبه یې د مالټې او ۸۸ جریبه یې د لیمو بڼونه دي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا د پنځه میلیونه او ۲۱۰ زره او ۸۰۰ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت زیاتوي بڼونه د ننګرهار په کامې، د لغمان په مهترلام او د کونړ ولایت په کوز کونړ او خاص کونړ کې ۴۶بڼوالو لپاره جوړ شوي دي.