Home » اقتصادی » سږ کال د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي

سږ کال د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي سږ کال د هېواد د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي.

رستمي زیاته کړه په ۱۳۹۹ کال کې نیږدې اوه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي و، د هرات په ولایت کې اوه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه او په ټوله ییزه توګه د نورو ولایتونو ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي په ۱۴۰۰ م کال کې به هم یاد فعالیتونو ته به دوام ورکوي تر څو په راتلونکي کې هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړه شي.

باید وویل شي چې د افغانستان زعفران په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...