د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې کړي دي. نعیم وردګ وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او ورسره مل پلاوي له ملابرادر سره پر بېلو مسایلو بحث کړی دی او ټینګار شوی چې د دوحې هوکړه باید عملي شي.
د نوموړي په وینا د توافقنامې د ماتې پر عواملو او دغه راز د تاوتریخوالي د ډېرېدو پر علت هم بحث شوی دی.
ډاکټر نعیم وایي د دوی د تاوتریخوالي د ډېرېدو لاملونه دا دي چې حکومت پر خوشو شوو بندیانو چاپې وهي، تهاجمي بریدونه کوي، زندانیان ځوروي او د طالبانو جسدونو ته سپکاوی کوي.
نعیم ددې غونډې په اړه لا ډېر معلومات نه دي ورکړي او نه هم زلمي خلیلزاد په دې اړه څرګندونې کړې دي.
خلیلزاد له ناروې دوحې ته د سفر پر مهال ویلي وو چې دواړه لوري باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او مذاکرات دې چټک کړي.
هغه د مذاکراتو د چټکتیا په موخه دوحې ته تللی دی.