د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي هېواد د کرونا ویروس د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ دی.
د روغتیا وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دوی د کرونا ویروس له تېرو څپو مهمې تجربې ترلاسه کړې دي او دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا درېیمه څپه هم پیل شوې ده نو افغانستان هم له دې خطر سره مخ کېدلی شي.
د دغه وزات چارواکي وایي چې همدا اوس د کرونا ویروس د نوې بڼې اووه مثبتې پېښې په جلال اباد ښار کې ثبت شوې دي نو ځکه دوی د هغو کسانو واکسین پيل کړی چې له ایران او پاکستان افغانستان ته را اوړي.
عامې روغتیا وزارت د کرونا په تړاو د احتیاطي تدابیرو نه عملي کول هم د اندېښنې وړ مسئله بولي او په خبره یې ښایي دا مسئله مثبتې پېښې ډېرې کړي.