د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۳۴۱ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۸۱ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۴۲۲ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور کسان مړه شوي او ۲۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۶۶ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۸۷۹ ته لوړ شوی دی.