د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۶۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۵۴۸ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه تنه مړه شوي او ۶۸ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۶۹ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۳ زره او ۴۵ ته لوړ شوی دی.