د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۳۷۲ نمونې څېړل شوې دي له ډلې یې د ۶۸ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۶۱۶ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره په همدې موده کې پر کرونا ویروس اخته یو تن مړ شوی او ۱۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۷۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۳ زره او ۵۸ ته لوړ شوی دی.