Home » افغانستان » د کډوالۍ نړیواله اداره: تېرو ۶ میاشتو کې ایران څه باندې ۴ لکه افغانان ایستلي
رویداد خبري آژانس

د کډوالۍ نړیواله اداره: تېرو ۶ میاشتو کې ایران څه باندې ۴ لکه افغانان ایستلي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر څلور لکه زیات افغانان له ایران څخه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) دا خبره نن سې شنبه په خپل راپور کې کړې ده.

د دغه سازمان په حواله ایران په وروستیو اوونیو کې د افغانانو اخراج خورا زیات کړی دی. د راپور په حواله، د افغانانو د دغه ډېر شمېر د اخراج دقیق علت لا معلوم نه‌دی.

ایران چې کرونا ویروس سخت ځپلی، د خپل هغه اقتصاد د احیا هڅه کوي چې له وړاندې د اقتصادي بندیزونو له کبله ځپل شوی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په وروستیو کې ویلي چې ښايي د ایران ۲۵ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي وي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د جنورۍ له لومړۍ څلور لکه ۴،۸۶۸ افغانان یا په خپله خوښه ستانه شوي یا په زوره اخراج کړای شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...