Home » افغانستان » د کورنیو چارو وزارت: د کابل کمپنۍ سیمه کې د طالبانو له لوري خپره شوې ویډیو جعلي ده
رویداد خبري آژانس

د کورنیو چارو وزارت: د کابل کمپنۍ سیمه کې د طالبانو له لوري خپره شوې ویډیو جعلي ده

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د طالبانو هغه ویډیو جعلي ده چې له خلکو یې د چارواکو د رضایت په تړاو پوښتنې کولې.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د کابل ټولې ولسوالۍ د افغان حکومت تر ولکې لاندې دي او د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د طالبانو شتون حقیقت نه لري، او په خبره یې د هغوی له لوري خپره شوې ویډیو جعلي او د طالبانو د تبلیغاتي جکړې یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوې وه چې څو وسله‌والو کې ښکارېدل او د طالبانو بیرغ هم ورسره و، له خلکو یې د افغان حکومت له چارواکو د رضایت په تړاو پوښتنې کولې.

تر دې وړاندې د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي و، چې په ویډیو کې لیدل شوي کسان طالبان دي او هغوی په کابل کې له غلاوو د مخې نیولو په موخه را وتلي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...