کرنې وزارت وایي، د دغه وزارت رهبري د کندهار ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دممیزو د پروسس فابریکه پرانیستله چې په یوه ساعت کې د یو ټن ممیزو د پروسس وړتیا لري.
له کرنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د يوشمېر سيمه ييزو چارواکو او پانګوالو په شتون کې د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۴میلیونو افغانیو په لګښت چې ۴۰سلنه یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي د ممیزو د پروسس فابریکه د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارل.
خبرپاڼه لیکي، د مميزو د پروسس د يادې فابريکې په پرانيست غونډه کې، دکرنې وزير وويل، چې دا پروژه د کرنې وزارت په ځانګړې ونډې سره جوړه شوې ده، چې په يو ساعت کې د يو ټن مميزو د پروسس وړتيا لري.
انوارالحق احدي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې ددې فابريکې د جوړولو موخه بهرنيو هېوادونو ته په لوړ کيفيت د مميزو صادرول دي.
ښاغلی احدي وويل، چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی او ددې ولايت د انګورو محصولاتو خوندي کولو او د انګورو بڼوالو د عوايدو زياتولو او معياري مميزو د توليد په پار تېر کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولايت کې څه باندې ۹۰۰معياري مميزخونې جوړ شوي دي او په راتلونکي کال کې به نور مميزخونې هم جوړ شي.
د یادونې ده چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی، چې دکال زرګونه ټنه انګور توليدوي، او دکرنې وزارت له خوا ددې ولايت د انګورو خونديکولو او معياري مميزو توليد په پار يوازې تېر کال په دې ولايت کې ۹۱۱معياري مميزخونې جوړ شوي دي، چې د مميزو د پروسس د يادې فابريکې په پرانيستې سره به مميز په معياري ډول پروسس او کورنيو او بهرنيو هېوادونو ته به صادرشي، چې د بڼوالو د اقصادي ودې ترڅنګ به د ملي اقتصاد د ودې لامل هم شي.