Home » سپورټ » د کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله
افغان لوبډله
افغان لوبډله

د کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه له نیوزلنډ ملي لوبډلې سره په کراچۍ لوبغالي کې ترسره کړه چې ملي لوبډلې پکې ماته وخوړه.

لومړۍ توپوهنه د افغان ملي لوبډلې ترسره کړه چې د اتو لوبغاړو په زیان سره یې ۳۰۵منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۱۱۰، صدیق اتل ۵۲، حشمت الله شهیدي۴۰ او ابراهیم ځدران ۳۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د نیوزلنډ لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یاد هدف پوره کړ او لوبه یې د دوو ویکټو په لرلو سره وګټله.

له دې سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي سیالۍ پای ته ورسېدې او ټاکل شوې چې راتلونکې جمعه به خپله لومړۍ رسمي لوبه له جنوبي افریقا سره ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د اتلانو جام سیالۍ به چهارشنبې د فبرورۍ ۱۹مه په پاکستان کې پیل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...