Home » سپورټ » د پاکستان سوپرلیګ د کرونا ویروس له کبله وځنډول شو
رویداد خبري آژانس

د پاکستان سوپرلیګ د کرونا ویروس له کبله وځنډول شو

 پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو لوبې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کورونا ویروس اخته شوي وه.

د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼو خبر ورکړل شوی، چې د پاکستان سوپرلیګ مسئولینو او د ګډونوالو لوبډلو مالکانو نن د پنجشنبې په ورځ سمدستي ناسته کړې او پرېکړه یې کړې، چې تر نامعلومې نېټې پوري باید د پي ایس ایل سیالۍ ودرول شي.

اوس نوي راپورونه دا هم ورکړل شوي، چې درې نور لوبغاړي په کورونا ویروس اخته شوي دي.

راپورنه وايي، چې د نورو جذیاتو په اړه نن ماپښين درې بجه ناسته کیږي او له هغه وروسته به نوې پرېکړه وشي.

د پاکستان شپږم پړاو سوپرلیګ سیالۍ د تېرې فیبروري میاشتې په ۲۰مه نېټه پيل شوې او تر اوسه پوري یوازې ۱۴ لوبې شوې دي.

په دې لیګ کې افغان لوبغاړي هم شته.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...