Home » افغانستان » د پاکستان سفارت؛افغانانو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیا راولي
رویداد خبري آژانس

د پاکستان سفارت؛افغانانو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیا راولي

پاکستان وايي افغانانو ته د وېزې په ورکړه کې اسانتیا راولي او د ویزو د ورکړې لپاره یې نوي پلانونه جوړ کړي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په هرات، مزار شریف، ننګرهار او کابل کې یې افغانانو ته د وېزې ورکړه پيل کړې ده چې له مهالوېش سره سم مراجعین ورځي او وېزې به اخلي.

ددوی په وینا د مراجعینو شکایتونو ته په پام د وېزو په ویشلو کې اسانتیا راولي او هڅه کوي د خلکو ستونزې حل کړي.

پاکستانی سفارت داسې مهال دغه خبره کوي چې ددغه سفارت مخې ته هره ورځ سلګونه افغانان د وېزې اخیستو لپاره ولاړ وي، خو وایي د فساد له امله یې کارونه ځنډېدلي وي او ستونزې ورته پیدا کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...