Home » سیمه او نړی » د ټرمپ پلویانو په واشنګټن کې لاریون وکړ
رویداد خبري آژانس

د ټرمپ پلویانو په واشنګټن کې لاریون وکړ

په واشنګټن ډي سي ښار کېيوه ډله اعتراض کوونکو د دونالد ټرمپ د ادعاو ملاتړ وکړ چې وایي په انتخاباتو کې درغلي شوي؛ هغه ادعاوی چې تر اوسه ندي ثابتې شوي.

تر اوسه څرګنده نده چې دوه ورځې وړاندې د نومبر په ۱۴ (لړم ۲۴) مظاهرو کې څومره شمیر خلکو ګډون کړی و.

د “ستر یو میلیوني لاریون”‌،‌ “د ټرمپ نه د ښځو ملاتړ” او “په انتخاباتو کې غلا بنده کړئ” تر عنوان لاندې یو شمیر مظاهرې د ښاغلي ټرمپ د ادعاو په ملاتړ شوي دي.

د مظاهرو د پیل نه شاوخوا دوه ساعته مخکې، جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل موټرو په کاروان کې د واشنګټن ډي سي ښار پنسلوانیا جادې ته لاړ او خپل پلویان یې ولیدل.

ښاغلي ټرمپ تر اوسه د خپل انتخاباتي سیال جو بایډن بریالیتوب نه دی منلی چې د شمیرل شویو رایو په اساس د انتخاباتو ګټونکی اټکل شوی دی.

ښاغلی ټرمپ ادعا کوي چې په څو سرنوښت سازو ایالتونو کې د انتخاباتو په ترڅ کې بې نظمي رامنځ ته شوی چې کولای شي د انتخاباتو نتیجې بدلې کړي.

د رپوټونو له مخې د اعتراض کوونکو ترمنځ د کشمکش په نتیجه کې یو تن د چاقو په ضرب ټپي شوی دی. همداشان د ۲۰ تنو اعتراض کوونکو د نیول کیدو او د ددو پولیس منصبدارو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...