د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی وکیل مایکل کوهن وایي، ټرمپ په راتلونکو ټاکنو کې د ځان بریا لپاره هر کار ته چمتوالی لري.
هغه زیاته کړې، که چېرته ټرمپ ناکام شي نو امریکا به له بېساري کورني تاوتریخوالي سره مخ شي.
کوهن ویلي، ټرمپ د ځان د بریا لپاره حتی له جګړې هم مخ نه ګرځوي.
نوموړي زیاته کړې، شواهد شته چې د ټرمپ انتخاباتي کمپاین کې ځینې کسانو ته ان اوس لا د رایو صندوقونو کې د لاسوهنې لپاره پیسې ورکړل شوې دي چې دا چاره به د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ځنډنۍ او په پایله کې به یې دا هېواد له ګډوډیو سره لاس او ګریوان شي چې ممکن پر کورني تاوتریخوالي پای ته ورسېږي.