د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ددې جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون ته دوه اونۍ وخت ورکړ تر څو د ۹۱ پالیسي کوډ بودجه يي مصرف وڅیړي.
ښاغلی رحماني د جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون څخه وغوښتل، چې خپل کاري راپورونه ددې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د ولسي جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون لخوا د ۹۱ کوډ د مصرف د څیړنې وړاندیز د قاضي میر افغان صافی رييس او خواجه صدیق احمد عثماني ددې کمیسیون غړی له لوري د ولسي جرګې عمومي غونډه کې مطرح شو.
ښاغلي صافی وویل، چې د ولسي جرګې مالي او بودجه يي کمیسیون د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ مالي کلونو د ۹۱پالیسي کوډ د بودجې مصرفولو پر څرنګوالې څیړنه کوي او پایله به يي ولسي جرګې ته به وړاندې کوي.
له دې سره سم د ولسي جرګې ځینې غړي ددې جرګې په نننې ناسته کې د ۹۱ پالیسي کوډ د بودجې مصرف څرنګوالې لپاره د یو ځانګړی کمیسیون را منځته کولو غوښتونکي شول، خو دا غوښتنه تایید نشو.
دا پریکړه په داسې حال کې له ولسي جرګې لخوا ترسره کیږي چې د راپورونو پر بنسټ، ولسمشرۍ ماڼۍ په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د ۹۱ پالیسي کوډ له بودجې څخه په میلیونونو افغانۍ په غیر قانوني توګه د ځینې لوړپوړو چارواکو لخوا مصرف شوي دي.