Home » سیمه او نړی » د هند په اتاراخاند ایالت کې سېلابونو ۹ کسان وژلي
رویداد خبري آژانس

د هند په اتاراخاند ایالت کې سېلابونو ۹ کسان وژلي

د هند په اتاراخاند ایالت کې د سېلابونو را وتلو له کبله لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي او ۱۴۰ تنه نور لاردکه دي.

د اسوشېټیډ پریس آژانس د راپور له مخې سېلابونه پرون یکشنبه د همالیا غرونو د طبیعي کنګلونو د یوې برخې د نړېدو له امله راوتلي دي.

په سیمه کې د هند د سرحدي پولیسو ویاند اسوشېټیډ خبري اژانس ته ویلي چې د یاد کنګل تر ویلې کېدو وروسته په سیمه کې د برښنا د تولید یوه تر کار لاندې پروژه او د برښنا یوه بله دستګاه تخریب شوې ده.

اسوشېټیډ پریس خبري آژانس نن دوشنبه (د سلواغې ۲۰مه نېټه) ویلي چې د پولیسو او پوځ د سرتیرو په ګډون ۲۰۰۰ تنو د ژغورنې عملیات پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د برښنا د یوې پروژې په تونل کې ۴۲ تنه کار کوونکي بند و چې ۱۲ تنه یې ژغورل شوي او د پاتې کسانو د ژغورلو هڅې هم روانې دې.

د چارواکو په وینا د خټو او «لی» راوتلو له امله ګڼ کورونه او پلونه هم زیانمن شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...