Home » افغانستان » د هلمند د ملي امنیت ځواکونو ۱۴ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي
رویداد خبري آژانس

د هلمند د ملي امنیت ځواکونو ۱۴ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي

د هلمند ولایت چارواکي وایي ملي امنیت ریاست ۱۴ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي دي.


د هلمند چارواکي وایي، ملي امنیت ریاست له خوا ۱۴ کسان چې په لښکرګاه ښار کې يې اختطاف، ترور، چسپکي ماینونو یې ایښودل نیولي او نن دوشنبه جنورۍ ۱۱ (مرغومي۲۲) رسنیو ته وښودل.


دغو چارواکو ویلي چې د یادو کسانو له ډلې دوه تنه هغه انسان تښتونکي هم وه چې څو ورځي وړاندي یې د احمد ضیا په نوم یو ځوان په لښکرګاه ښار کې تښتولی وو چې تېره شپه د هلمند ملي امنیت ریاست د یو لړ خاصو عملیاتو په ترڅ کې یاد کس د انسان تښتونکو له منګولو وژغوره او نن يې خپلې کورنۍ ته تسلیم کړ.


په همدې حال کې د هلمند مرستیال او سرپرست والي بریالی نظري رسنیو ته وویل چې افغان ځواکونو تل هڅه کړې چې د خپلو ولسونو لپاره د امنیت فضا برابره کړي.

نوموړي له هلمندي ولسونو غوښتنه وکړه چې د خپل امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.


په عین حال کې د هلمند ولایتي شورا ریس عطاالله افغان له دولت څخه غوښتنه وکړه چې یادو نیول شو کسانو ته سخته سزا ورکړل شي.


د یادوني وړ ده چې د یوې هفتې په جریان کې د هلمند ملي امنیت ریاست له لوري د لښکرګا شاوخوا سیمو کې۵۰۰ کړۍ مینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...