د هرات ولایت په مرکزي زندان کې د امنیتي ځواکونو او زندانیانو ترمنځ په نښته کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سیمه اییزو رسنیو په حواله د هرات عامې روغتیا ریاست وايي چې د نښتې له ځایه ۸ تنه مړي او ۴ تنه نور ټپيان وروړل شوي دي.
د روغتیا ریاست چاروکي وايي چې وژل شوي کسان ټول زندانیان او ۴ نور ټپیان امنیتي کسان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې پدې ورستیو کې د زندان چارواکو دننه په زندان کې پر اصلاحاتو لاس پورې کړی وو چې له دې سره زندانیانو مخالفت ښودلی و، او له مخالفت ښودلو سره په محبس کې نښته رامنځ ته شوې.
چارواکي وايي زندانیانو د زندان د پنځم بلاک ځیني برخې سوځولي هم دي.
د زندان وضیعت اوس په عادي حالت کې قرار لري.