د نړیوال جام سوپر لیګ پړاو سیالۍ سبا د ایرلینډ او انګلستان په لوبو سره پیلیږيانګلستان او ایرلینډ به سبا ۵:۳۰ بجې د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي،
دغه سیالۍ د ای سي سي د سوپر لیګ پړاو لوبې دي.د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د سوپرلیګ پړاو لوبې به د افغانستان، اسټرالیا، انګلستان، هندوستان، پاکستان، نیوزیلنډ، بنګلدیش، سویلي افریقا، ایرلینډ، ویسټ انډيز، سریلانکا، زمبابوې او نیدرلینډ ترمنځ ترسره شي.
چې تر اووم مقام پوري پیاوړي لوبډلې به یې په نېغه توګه هندوستان کې ۲۰۲۳م نړیوال جام ته لار مومي.