Home » اقتصادی » د نورستان دکرنې ریاست:پر بزګرانو د غنمو ۹۸ ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشل کېږي
رویداد خبري آژانس

د نورستان دکرنې ریاست:پر بزګرانو د غنمو ۹۸ ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشل کېږي

د نورستان پر بزګرانو د غنمو ۹۸ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

د نورستان ولایت د کرنې چارواکي وايي، پر یوزر او ۹۶۰ بزګرانو د ۹۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ په دغه ولایت کې پیل شوه.

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې ددې ولایت په یو زر او ۹۶۰ بزګرانو پر هر یو بزګر د غنمو ۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه، د سبسایډي په ډول د برخمن شویو بزګرانو په ۴۰ او د کرنې وزارت په ۶۰ سلنه لګښت وېشل کیږي، چې ورسره به ددې ولایت په درې زره او ۹۲۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.

د نورستان ولایت د کرنې رییس زیاته کړه، چې د دغو اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو لوړول او د بزګرانو ملاتړ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...