Home » افغانستان » د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د خونې د چت لوېدو له کبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د خونې د چت لوېدو له کبله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ «ګيره خېلو» سيمه کې په یوه کور کې د خونې د چت لوېدو له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت مقام نن شنبه اکتوبر۲۴(لړم۳) ویلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا درې بجې د کيميا ګل په نوم يو تن په کور کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا د چت لوېدو دغه پېښه کې څلور تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په اعلامیه کې راغلی:”د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې د کيمياګل مېرمن، دوه وړې لوريانې او ماشوم زوی شهيدان شوي او همدا راز د نوموړي په ګډون دوه واړه زامن يې ټپيان شوی دي.”

د چارواکو په وینا دغه پېښه د کوټې د ډير زړښت له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولایت د معلومات په اساس والي ضیاالحق امرخېل د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې مسئولينو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره ياد کورنۍ ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې هم د خونو د چت لوېدو پېښو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...