Home » افغانستان » د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ډیپو کشف شوې
رویداد خبري آژانس

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ډیپو کشف شوې

د ننګرهار چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ اړوند په یوه کور کې د وسله والو طالبانو یوه ډیپو کشف کړې ده.

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ په مارسنګۍ سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو اړوند یوه ډیپو کشف او ورڅخه یې وسلې او مهمات تر لاسه کړې دي.

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې د سید نبي نوم یو کس هم نیولی دی.

رویداد خبري آژانس

د ملي امنیت ځواکونو په یاد عملیاتو کې یوشمېر وسلې او مهماتو هم ترلاسه شوي دي،۴۵۰ فیره بم افګن، ۴۱۹۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۶ فیره د را کټ انداز مرمۍ، څلور فیره د هاوان مرمۍ، ۱۷ بکسې بېلا بېلې مرمۍ، ۱۴ عدده د را کټ انداز پټاقۍ،درې میله کلاشینکوف او نور توکې شامل وو.

رویداد خبري آژانس

د یادو عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی .

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...